د روسیې دولتي خبري اژانس ټاس دغه هېواد ته د چین د ولسمشر شي جین پینګ د سفر خبر ورکړی دی.
د راپور له مخې، دا سفر د روسیې د بریا د ورځې په مناسبت ترسره شوی او نن پنجشنبې به د روسیې او چین ولسمشران په کرملین ماڼۍ کې سره ګوري او خبرې کوي.
تمه ده،چې شي جين پينګ او پوتين به په دې غونډه کې د بېجينګ او مسکو ترمنځ د هراړخيزې همکارۍ او ستراتيژيکې همکارۍ پر اړخونو خبرې وکړي.
دا په روان میلادي کې د روسي او چینايي چارواکو ترمنځ درېيمه غونډه او خبرې دي.
دغو دواړو مشرانو په وروستیو میاشتو کې لا د مخه ويډيويي او ټیلیفوني خبرې کړې دي.
د يادونې وړ ده،چې د دغه هېواد د بري د ورځې په مناسبت د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو له مشرانو سره د روسيې د ولسمشر څلور ورځنۍ غونډې پيل شوې دي.



