دوشنبه, فبروري 9, 2026
دوشنبه, فبروري 9, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

عراقچي: د اټومي موافقې ترلاسه کول د امریکا په سیاسي اراده پورې اړه لري

د ایران او امریکا ترمنځ د اټومي خبرو اترو د څلورم پړاو له ځنډولو سره سره، ایراني چارواکي لا هم هیله لري،چې خبرو اترو ته دوام ورکړي او اټومي موافقې ته ورسېږي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د شنبې په ماښام د می په ۳ مه په ایکس پاڼه لیکلي وو،چې ایران به د یورانیمو غني کول نه پریږدي او د یوې باثباته موافقې لاسته راوړنه به د امریکا په سیاسي اراده او عادلانه چلند پورې تړلې وي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزیر مارکو روبیو وروستیو پوستونو ته په اشارې سره، عراقچي وویل چې «، د ډیرو پوستونو او پاروونکو بیاناتو څخه، د » د بریالیتوب چانس له منځه وړلو پرته بل څه نشي ترلاسه کېدی.

هغه دا یادونه هم وکړه،چې ایران د اټومي وسلو د نه خپرېدو د تړون (NPT) د غړي په توګه د اټومي تېلو د بشپړ دورې حق لري.

په ورته وخت کې اسراییلي رسنیو راپور ورکړی،چې تل ابیب لا هم د ایران پر اټومي تاسیساتو د پوځي برید اختیار لري.

- Advertisment -spot_img