چهارشنبه, جنوري 14, 2026
چهارشنبه, جنوري 14, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

سوېلي‌کوریا له افغانستان سره یو میلیون ډالر مرسته کړې

افغانستان لپاره د ملګروملتونو ځانګړي امانتي صندوق اعلان کړی،چې سوېلي‌کوریا له دې صندوق سره یو میلیون ډالر مرسته کړې،چې افغانستان کې به اړمنو سره د بشردوستانه مرستو برابرولو برخه کې ولګول شي.

دې بنسټ پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي،چې دغه مرسته به د افغانانو د اساسي خدمتونو پراخولو او شته ستونزو حل برخه کې ګټوره تمامه شي.

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو امانتي صندوق هم ویلي،چې د سوېلي‌کوریا یو میلیون ډالر به دې صندوق سره مرسته وکړي،چې د افغانانو ژوند بیا رغونې کې مهمه ونډه ولري.

دغه مرسته داسې مهال کېږي،چې د ملګروملتونو د سرمنشي ویاند سټیفان دوجاریک اعلان کړی،چې ۲۳ میلیونه افغانان په افغانستان کې بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري؛ خو ملګري ملتونه د بودیجې له کمښت سره مخ دي.

د طالبانو تر ولکې لاندې اقتصاد وزارت هم له دې وړاندې د نړیوالې ټولنې د بشردوستو څخه هرکلی کړی، خو تل یې ټينګار کړی،چې دغه مرستې دې پر زېربنايي او کاري فرصتونو رامنځته کولو برخو ولګول شي، څو افغانان پر ځان ‌بسیا شي.

- Advertisment -spot_img