شنبه, نوومبر 8, 2025
شنبه, نوومبر 8, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

طالبانو د کانکور ازموينې نېټه د نجونو له ګډون پرته اعلان کړه

د طالبانو د ازموینو ادارې د ۱۴۰۴ لمریز کال د کانکور ازموینې نېټه یو ځل بیا د نجونو له ګډون پرته اعلان کړې ده.

د طالبانو د ازموینو د ادارې چارواکو د غويي پر ۷مه په کابل کې د دې ډلې تر کنټرول لاندې د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې یوې غونډې ته ویلي،چې د کانکور ازموینه به په پنځو پړاوونو کې د غبرګولي له ۷مې د چنګاښ تر ۲۰مې پورې واخیستل شي.

د دوی د اعلان له مخې، په لومړي پړاو کې به د غبرګولي له ۷مې تر ۹مې پورې د میدان وردګو، لوګر، پروان، پنجشیر، کاپیسا، غزني، پکتیکا، بغلان، غور، بامیان او دایکندي ولایتونو کانکور ازموینه واخیستل شي.

د طالبانو پر وینا، په دویم پړاو کې به د ننګرهار، کندهار، نیمروز، پکتیا، نورستان، لغمان، هلمند، زابل، کونړ، خوست، فراه او ارزګان ولایتونو ازموینې د غبرګولي له ۲۸مې تر ۳۰مې پورې واخیستل شي.
په درېیم پړاو کې به د چنګاښ له ۴مې تر ۶مې پورې د تخار، جوزجان، بادغیس، کندز، سرپل، هرات، بلخ، فاریاب، سمنګان او بدخشان ولایتونو کانکور ازموینه واخیستل شي.

دغه راز، په څلورم پړاو کې چې د چنګاښ ۱۳مه نېټه ورته ټاکل شوې، د کابل کانکور ازموینه واخیستل شي.
د

طالبانو د ازموینې اداره زیاتوي چې پنځم پړاو به د چنګاښ پر ۲۰مه ترسره شي، چې د دیني مدرسو، اختصاصي څانګو (څوارلسم پاسانو) د ولایتونو د غیر حاضرانو، له هېواده بهر فارغ شویو او د شپې لېسو د زده کوونکو ازموینه به په کې واخیستل شي.

له بلې خوا، د طالبانو د ازموینو د ادارې رئیس عبدالباقي حقاني په دې خبري غونډه کې ویلي چې د سږنۍ کانکور ازموینې د اخیستو لپاره «ښه چمتووالی» نیول شوی او د طالبانو د پوهنې وزارت له اوسني نصاب سره سم، په پښتو، دري، عربي او انګلیسي ژبو نوې او معیاري پوښتنې برابرې شوې دي.

هغه د پوهنتونونو د جذب ظرفیت ۷۶ زره او ۴۰۰ تنه او د نیمه عالي مؤسسو د جذب ظرفیت ۳۳ زره او ۵۰۰ تنه اعلان کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې سږ کال هم کانکور ازموینه د نجونو له حضور پرته اخیستل کېږي.

طالبان داسې مهال د ۱۴۰۴ لمریز کال د کانکور نیټه اعلانوي چې لسګونه زره نجونې د دې ډلې په امر د زده کړو له حقه محرومې پاتې دي.

پر دې سربېره، د هلکانو د کانکور ازموینې د ګډونوالو شمېر هم د تېرو کلونو پرتله د پام وړ کم شوی دی.

- Advertisment -spot_img