حماس ډلې په دې وروستیو کې وړاندیز کړی، چې له مخې به یې په غزه کې د پنځه کلن اوربند په بدل کې، له غزې څخه اسرائیلي ځواکونه په بشپړه توګه وځي او د دواړو خواوو پاتې یرغمل به خوشي کېږي.
د الجزیرې د راپور له مخې حماس په دې وړاندیز کې د ټولو اسرائیلي یرغمل شویو کسانو خوشې کول د پنځه کلن اوربند، له غزې څخه د اسرائیلي ځواکونو بشپړ وتلو، د فلسطیني بندیانو خوشې کولو او د تړون د پلي کولو لپاره د نړیوالو تضمینونو سره مشروط کړي دي.
د دې وړاندیز شوي پلان له مخې، حماس چمتو دی،چې ټول پاتې اسرائيلي یرغمل په یو ځل خوشي کړي. د راپورونو له مخې، شاوخوا ۵۹ یرغمل شوي کسان، چې ګومان کېږي ۲۴ یې ژوندي دي، د حماس په بند کې دي.
د دې اقدام په بدل کې، حماس د پنځه کلن اوربند، له غزې تړانګې څخه د اسرائیلي ځواکونو بشپړ وتلو، د پام وړ شمېر فلسطیني بندیانو خوشي کولو، د تړون د پلي کولو لپاره نړیوال تضمینونو او غزې ته د بشري مرستو د ننوتلو غوښتنه کړې ده.
دې اورپکې ډلې پردې هم ټینګار کړی،چې دا وړاندیز به یوازې هغه وخت پلي شي چې اسرائیل په غزه کې جګړه په بشپړه توګه پای ته ورسوي او د حماس د بې وسلې کولو په څېر له غوښتنو څخه لاس واخلي.
دا وړاندیز وروسته له هغې کېږي چې د اوربند وروستۍ خبرې اترې، په شمول د اسرائیلو لخوا د ۱۰ یرغمل شویو کسانو د خوشي کولو په بدل کې د ۴۵ ورځني اوربند وړاندیز، د حماس لخوا رد شو.
د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د حماس وړاندیز رد کړی او دا یې د اسرائیلو د “حماس له منځه وړلو” هدف سره په ټکر کې بللی دی.
د دغه هېواد د دفاع وزیر هم حماس د پخوانیو تړونونو په سرغړونې تورن کړی او پوځ یې د تیارسۍ په حالت کې ساتلی دی.



