یکشنبه, نوومبر 16, 2025
یکشنبه, نوومبر 16, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

‎ننګرهار کې یوې ښځې ځان وژنه کړې

په ننګرهار کې ځايي سرچینې ويلي،چې د دغه ولایت مرکز جلال‌اباد اړوند سیمه کې د یوې مېرمنې مړی موندل شوی دی.

سرچینه زياتوي چې دا مېرمن د درونټې اوسېدونکې او له څو ورځو راهیسې لادرکه وه، خو د دې ښځې مړی د جلال‌اباد ښار د اوومې ناحیې اړوند په «چکنوریوي» سیمه کې له سینده ايستل شوی دی.

په دې اړه د ننګرهار ځايي مسئولینو ویلي، د یاد ولایت په مرکز جلال اباد کې یوې ښځې او ماشوم یې سیند ته له ځان غورځولو وروسته ژوند بایللی دی.

د دغه ولایت د طالبانو امنیې قوماندانۍ ویاند، سیدطیب حماد رسنیو ته ویلي،چې پېښه نن د جلال اباد ښار د اوومې ناحیې اړوند په درونټې ساحه کې شوې ده.

د حماد پر وینا چې دې ښځې له خپلو دوو ماشومانو سره ځان سیند ته غورځولی، خو یو ماشوم له ژغورل کېدو وروسته د درملنې په موخه روغتون ته وړل شوی دی.

تر دې مهاله د پېښې علت معلوم نه دی، خو په هېواد کې دا ډول پېښې ډېری وخت د کورني تاوتریخوالي، رواني او کورنیو ستونزو له امله رامنځته کېږي، چې ډېر ځله د ښځو ترڅنګ د تنکیو ځوانانو په ځان وژنې تمامېږي.

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې د هېواد په ځینو سیمو کې د جنايي پېښو کچه مخ په لوړېدو ده.

- Advertisment -spot_img