په داسې حال کې چې په کشمیر کې پر سیلانیانو له وژونکي برید وروسته هره شیبه د هند او پاکستان ترمنځ د کړکېچ کچه مخ په زیاتېدو ده، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وايي، هېواد یې د دواړو خواوو ترمنځ تفاهم ته چمتو دی.
ښاغلي عراقچي دا خبره پر خپله ایکس کړې ده.د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي، هند او پاکستان د هغه هېواد دوه وروڼه ګاونډیان دي، چې له پیړیو راهيسې یو له بل سره ژورې فرهنګي اړیکې لري.
هغه ټینګار کړی، چې تهران د د نورو ګاونډیانو په څیر، نوی ډیلي او اسلام آباد د خپلو لومړیتوبونو په سر کې ګڼي.
عباس عراقچي وويل، هېواد يې چمتو دی،چې په دې سخت وخت کې د دواړو خواوو ترمنځ د تفاهم د پياوړتيا لپاره ګامونه پورته کړي.
په دې وروستیو ورځو کې د هند او پاکستان ترمنځ وضعیت ډېر کړکېچن شوی،آن تر دې،چې د دواړو هېوادونو سرتېري ګوته پر ماشه او یو بل يې ډزې هم کړې دي.



