یکشنبه, نوومبر 16, 2025
یکشنبه, نوومبر 16, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ټرمپ پر اوکرایین د روسیې د توغندیزو بریدونو له امله غوسه شوی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو وار بیا پر روسیې نیوکې کړې،چې پر اوکرایین یې مرګوني توغندیز بریدونه کړي.

ټرمپ پنجشنبه ناوخته په سپینه ماڼۍ کې د ناروې د صدراعظم یوناس ګار ستور کوربه وو او د اوکرایین او روسیې د جګړې په اړه یې ځینې پوښتنې ځواب کړې.

ښاغلي ټرمپ په هغه بیان کې پر کییف او نورو سیمو د روسیې وروستیو توغندیزو بریدونو ته،چې د اپرېل ۲۴مې په شپه وشول د روسیې پر ولسمشر غوسه ښکاره کړې وه.

هغه پوتین ته په خطاب لیکلي وو: «زه په کییف باندې د روسیې له بریدونو څخه خوښ نه یم. ضروري نه ده او ډېر بد وخت دی.»

«ولادیمیره، بس کړه! په اوونۍ کې ۵۰۰۰ سرتیري وژل کیږي.»

ټرمپ په تروت نومې ټولنیزې شبکې کې دا بیان خپور کړی او له پوتین یې غوښتي،چې د سولې تړون وکړي.

د اپرېل ۲۴مې یعنې د پنجشنبې په شپه روسیې د اوکرایین په پلازمېنه کییف او څو نورو ښارونو پراخ توغندیز بریدونه وکړل،چې په کې لږ تر لږه ۱۲ کسان ووژل شول او تر ۹۰ زیات کسان ټپیان شول.
د اوکرایین د کورنیو چارو وزیر ایهور کلیمینکو په خپل ټیلګرام لیکلي، روسیې څه باندې ۲۱۰ ډرون او توغندیز بریدونه کړي،چې لږ تر لږه ۱۰۰ دا بریدونه د اوکرایین ځواکونو شنډ کړل.
له بم غورځوکو الوتکو او پوځي بېړیو ویشتل شوي لرې واټن ویشتونکي توغندي او کروز میزایلونه د اوکرایین په پلازمېنه کییف، شاوخوا سیمو لکه ژیتومور، دنیپرو، خارکییف، پولتاوا، خمیلنتسکي، سومي او زاپروژیا ولګېدل.
روسیې دا بریدونه د اوکرایین د ۳۸ میاشتنۍ جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا د یوه نسبتاً ګواښوونکي وړاندیز څخه څو ساعته وروسته وکړل.

ټرمپ پر دې ټینګار کړی، چې هغه “په روسیه ډېر فشار راوړي” او له همدې امله ولسمشر ولادیمیر پوتین “اوس خبرې کوي.”

هغه په دواړو اوکرایین او روسیې تړون ته د رسېدو ټینګار لري.

اوکراین او د اروپا ډیری برخې د دې مفکورې په وړاندې په کلکه غبرګون ښودلی، او استدلال یې کړی دا د روسیې لپاره د ځمکې د غصب د بندولو په خاطر یو امتیاز نه دی.

- Advertisment -spot_img