شنبه, می 2, 2026
شنبه, می 2, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

اخبار بیشتر

- Advertisment -spot_img

جرمني افغانانو ته تحصیلي او کاري وېزې انلاین کړې

په اسلام‌اباد کې د جرمني سفارت اعلان کړی چې په پاکستان کې مېشت افغان وګړي کولای شي د ۲۰۲۶ کال د جون له لومړۍ نېټې څخه د زده‌کړې او کار د ویزې لپاره په آنلاین ډول غوښتنلیک وسپاري. د سفارت په وینا، د زده‌کړې او کار ویزو ټول غوښتنلیکونه به یوازې د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د قونسلګرۍ د خدماتو د انلاین پورټل له لارې پروسس کېږي. چارواکو ویلي چې دا نوی سیستم د دې لپاره جوړ شوی چې بهیر «چټک، اسانه او اغېزمن» شي. سفارت همداراز څرګنده کړې، هغه کسان، چې د ۲۰۲۶ کال د مې تر لومړۍ نېټې پورې یې د پخواني انتظار لېست له لارې مخکې تر مخکې وخت (اپواینټمنټ) نه وي ترلاسه کړی، نور به د پخواني سیستم له مخې ونه څېړل شي. د نوي طرزالعمل له مخې، غوښتونکي کولای شي خپل اسناد ګام پر ګام آنلاین پورته کړي او په دې اړه فیډبک ترلاسه کړي چې اسناد یې بشپړ او سم دي که نه. کله چې ټول ضروري اسناد بشپړ شي، غوښتونکي به وکولای شي د موجودو وختونو له مخې د ویزې لپاره مرکې ته وخت وټاکي.

- Advertisment -spot_img