چهارشنبه, آوریل 15, 2026
چهارشنبه, آوریل 15, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

اخبار بیشتر

- Advertisment -spot_img

لاوروف: د یورانیمو غني کول د ایران مشروع حق دی

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف چین ته له سفر وروسته په خپل خبري کنفرانس کې د لوېدیځې آسیا د شخړو په اړه ویلي چې، د یورانیمو غني کول د ایران قانوني حق دی او لوېدیځ باید په دې برخه کې فشارونه را نه‌وړي. نوموړي د چهارشنبې په ورځ، د (اپرېل ۱۵مه) ويلي، روسیه د هر هغه توافق ملاتړ کوي چې د غني کړای شويو یورانیمو په اړه وي، په دې شرط چې د ایران قانوني حقونه په‌کې مراعت شي. لاوروف همدارنګه ویلي، لوېدیځ هېوادونه هڅه کوي حتی د منځنۍ آسیا او جنوبي قفقاز پر هېوادونو هم د دوی د بهرنیو اړیکو په اړه فشار راوړي. دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې متحده ایالات له ایران څخه د یورانیمو د غني کولو د بشپړ بندېدو غوښتنه کوي. تر دې وړاندې راپور ورکړل شوی و چې، د امریکا پلاوي په اسلام‌اباد کې ایران ته د دې فعالیت د ۲۰ کلن ځنډ وړاندیز کړی دی. خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دې وړاندیز مخالفت کړی او ویلي یې دي، د ایران د یورانیمو غني کول باید په بشپړ ډول ودرول شي. روسيه دا ټينګار په داسې حال کې کوي، چې د مسکو او واشنګټن ترمنځ د ایران د اټومي پروګرام په اړه د نظر اختلاف لا هم دوام لري.

- Advertisment -spot_img