چهارشنبه, مارس 11, 2026
چهارشنبه, مارس 11, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

اخبار بیشتر

- Advertisment -spot_img

پر سیمه‌ییزو تحولاتو د عمان د بهرنیو چارو له وزیر سره د متقي خبرې

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د عمان سلطنت د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي بدر بن حمد البوسعيدي سره ټیلیفوني غږېدلی. په دې خبرو کې پر دوو اړخیزو اړیکو او د سیمې پر وروستیو تحولاتو د نظر تبادله وشوه. دواړو لوريو په منځني ختیځ کې وروستي تحولات اندېښمنوونکي وبلل او د امريکا او اسرائيلو له خوا پر ايران تجاوز او د سيمې نورو هېوادونو ته د جګړې پراختيا یې د غندنې وړ وبلل. همدا راز دواړو لوريو د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر وروستي وضعيت هم د نظر تبادله وکړه چې په ترڅ کې يې د هېواد د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان د تېريو او طالبانو له خوا د متقابلو دفاعي اقداماتو په اړه د افغانستان د حکومت دريځ بيان کړ. په پای کې دواړو لوريو د سيمه‌ييزو ستونزو د اواري په موخه د ډيپلوماسۍ د مسير پر انتخاب او د خبرو له لارې د ستونزو پر حل ټينګار وکړ.

- Advertisment -spot_img