سه‌شنبه, مارس 3, 2026
سه‌شنبه, مارس 3, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

اخبار بیشتر

- Advertisment -spot_img

د خامنه‌یي پر مړینه د کرزي او عبدالله خواشیني

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او د تېر حکومت پر مهال د سولې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د ایران د رهبر علي خامنه‌يي پر وژل کېدو خواشیني ښودلې ده. امریکا او اسرائیلو د روانې اونۍ د شنبې په ورځ په ګډه د ایران پر بېلابېلو ښارونو بریدونه وکړل. وروسته راپورونه خپاره شول چې په دغو بریدونو کې د ایران رهبر ایت‌الله علي خامنه‌يي، پخواني ولسمشر محمود احمدي نژاد او ځینو نورو لوړپوړو چارواکو ژوند له لاسه ورکړی دی. پخواني ولسمشر حامد کرزي پر خپله اېکس‌پاڼه د یادو کسانو د وژل کېدو له امله د ایران دولت او ملت ته خپله ژوره خواخوږي او تسلیت وړاندې کړی دی. کرزي لیکلي: «د افغانستان له خلکو څخه د هغه (خامنه‌ای) د همېشنۍ ملاتړ قدرداني کوم او د ایران له شریف ولس سره خپله همدردي څرګندوم. شهیدانو ته د جنت الفردوس غوښتنه کوم او د دوست او ورور هېواد ایران لپاره د سولې، امنیت او نېکمرغۍ هیله لرم.» د تېر حکومت د سولې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي: «په ډېرې خواشینۍ سره د ایران د رهبر ایت الله سید علي خامنه‌یي، د هغه د کورنۍ د ځینو غړو او ملګرو او د وروستیو پېښو د شهیدانو شهادت، زموږ د ژور خپګان باعث شو.» عبدالله د قربانیانو کورنیو او د ایران ملت ته له الله ج د صبر، زغم او عظیم اجر غوښتنه کړې ده.

- Advertisment -spot_img