پنج‌شنبه, مارس 5, 2026
پنج‌شنبه, مارس 5, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

اخبار بیشتر

- Advertisment -spot_img

له روژې مخکې پر افغانستان د پاکستان احتمالي برید

د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف خبرداری ورکړی، چې د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان پر ضد د ترهګرۍ لړۍ لا هم روانه ده، له همدې امله ممکن د روژې تر رارسېدو مخکې هلته د موجودو «ترهګرو» عناصرو پر ضد عملیات ترسره شي. خواجه اصف چې د خپل هیواد د سیاسي، امنیتي او نورو داخلي موضوعاتو په اړه د پاکستان تر بل هر وزیر او صدراعظم ډېرې خبرې کوي او ځینې فکر نه کوي، چې د ده خبرې ډیرې جدي نه دي، په یوه مرکه کې ټینګار کړی، چې د ملي امنیت په اړه به هېڅ ډول جوړجاړی ونه شي. هغه دا څرګندونې په یوه مرکه کې او وروسته د پاکستان د ملي اسمبلۍ په غونډه کې وکړې، چې په کې یې د افغانستان وضعیت، امنیتي ننګونو او کورني سیاست په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې. د هغه په وینا، پاکستان د پولې د پورې غاړې له ترهګرۍ سره مخامخ دی او که افغان چارواکي په دې برخه کې چوپ پاتې شي، نو د جرم شریک به وبلل شي، ځکه د ترهګرو مخنیوی د هغوی مسئولیت دی. خواجه آصف ملي اسمبلۍ ته په وینا کې د محمود خان اڅکزي پر هغو څرګندونو هم غبرګون وښود، چې د پاکستان پوځ یې د څلورو ضلعو (ولسوالیو) پوځ بللی و. خواجه اصف دا خبرې غیرمسئولانه وبللې او ویې ویل چې نیوکه د هر چا حق دی، خو د ملي ادارو په نښه کول مناسب نه دي. د هغه په وینا، دا ډول څرګندونې ملي یووالي ته زیان رسوي. نوموړي د ترهګرۍ پر ضد په جګړه کې د امنیتي ځواکونو قربانیو ته په اشارې ویلي، چې له ۲۰۲۱ کال څخه تر فبروري ۲۰۲۶ پورې ۱۷۰ افسران وژل شوي دي. همدارنګه په همدې موده کې ۲۱۲ واړه ضابطان او سرتېري، او په ټولیز ډول ۲۷۵۹ امنیتي پرسونل له ژونده بې برخې شوی دی. د پاکستان دفاع وزیر زیاته کړه چې په بلوچستان کې د عملیاتو په ترڅ کې تر ۲۰۰ زیات وسله وال مخالفان وژل شوي دي او دولت به د خپل حاکمیت د ټینګښت لپاره خپل اقدامات دوامدار وساتي. د سیاست په اړه د خبرو پر مهال، خواجه آصف ویلي، چې ځینې سیاستوال شخصي ګټې لومړیتوب بولي او وخت ناوخت ګوندونه بدلوي.

- Advertisment -spot_img