چهارشنبه, مارس 4, 2026
چهارشنبه, مارس 4, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

اخبار بیشتر

- Advertisment -spot_img

د سروبي لمریزې برېښنا پروژه پرانیستل شوه

د کابل ولايت سروبي ولسوالۍ په نغلو سيمه کې نن د هېواد په کچه د لمريزې برېښنا تر ټولو لويه پروژه ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه. دا پروژه د افغانستان د انرژۍ په سکټور کې يو مهم پرمختګ بلل کېږي او تمه ده، چې د برېښنا د کمښت د راکمولو په برخه کې اغېزناک رول ولوبوي. د سروبي لمریزې برېښنا پروژه د ۲۲.۷۵ مېګاواټه لمريزې برېښنا د توليد وړتيا لري. ټاکل شوې د پروژې له فعالېدو سره به له ۲۳ زرو څخه زياتو کورنيو ته برېښنا برېښنا برابره کړي. د معلوماتو له مخې دا پروژه به په کابل کې د يو شمېر سيمو او کورنیو د انرژۍ ورځنۍ اړتیاوې پوره کړي. دا پروژه داسې مهال ګټې اخیستنې ته سپارل کیږي، چې افغانستان لا هم د برېښنا د توليد له کمښت سره مخ دی او د هېواد ډېره برخه برېښنا له ګاونډيو هېوادونو څخه واردېږي. د لمريزې برېښنا دا ستره پروژه، افغانستان د کورنيو سرچينو پر مټ د انرژۍ د توليد پر لور ولاړ شي. افغانستان دا مهال د برېښنا له جدي کمښت سره مخ دی. د کمې کورنۍ برېښنا د تولید ترڅنګ خپله اړینه برېښنا له ازبيکستان، تاجيکستان او ایران څخه پېري. شاوخوا دوه میاشتې وړاندې د برېښنا پانګونې برخه کې افغان ملي سوداګر میرویس عزیزي پانګونه پيل کړه او ژمنه یې وکړه، چې د خپلې پانګونې پر مټ به افغانستان د برېښنا له اړخه پر ځان بسیا کړي.

- Advertisment -spot_img