- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

اخبار بیشتر

- Advertisment -spot_img

د سوالګرۍ د مخنیوي په اړه طالبانو له نړیوالو موسسو سره د همغږۍ غونډه ترسره کړه

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت وایي چې د عامه اړیکو ریاست له لوري په هېواد کې د سوالګرۍ د مخنیوي په موخه د نړیوالو موسسو او مرستندویه بنسټونو له استازو سره د همغږۍ غونډه شوې ده.

د خبرپاڼې له مخې چې په غونډه کې د سوالګرۍ پر عواملو، دایمي او دوامداره حل لارو او د دې پدیدې پر وړاندې د طالب چارواکو د هڅو ترڅنګ د نړیوالو موسسو او مرستندویه بنسټونو پر ګډې همکارۍ خبرې شوې دي.

اقتصادي معاونیت لیکلي، د موضوع په اړه له تفصیلي بحث وروسته ټينګار شوی چې د سوالګرۍ کچې د راکمولو په موخه دې سوالګرو ته د حرفوي زده کړو، مشروطو نغدي مرستو او اقتصادي پياوړتیا له لارې دوامداره او باعزته معیشت رامنځته شي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت د خبرپاڼې له مخې چې د نړیوالو موسسو او مرستندویه بنسټونو له استازو سره د دې پدیدې د ښه مدیریت په موخه د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت له لوري یوه جامع طرحه هم شریکه شوې چې د نړیوالو موسسو او مرستندویه بنسټونو له هرکلي سره مخ شوې ده.

د یادولو ده چې د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو وروسته له ښارونو د سوالګرو د ټولولو لړۍ پیل شوې ده.

- Advertisment -spot_img