د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرینټ ویلي، جرمني د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د لومړي ځل لپاره یو افغان وګړی، چې جرمي سابقه یې نه لرله، له هېواده ایستلی دی. د هغه په وینا، دغه کس د پناه غوښتنې له ټولو قانوني لارو تر ګټې اخیستنې وروسته د اخراج وړ وګرځېد. نوموړي هڅه کړې وه چې په یوه بل اروپایي هېواد کې مېشت شي، خو د ناقانونه اوسېدو له امله بېرته جرمني ته ولېږدول شو او وروسته افغانستان ته ولېږدول شو. دغه افغان د هغو ۳۱ افغانانو له ډلې و چې د سېشنبې په ورځ افغانستان ته ولېږدول شول. د جرمني د چارواکو په وینا، پاتې ۳۰ کسان جرمي محکومیتونه لرل. جرمني له ۲۰۲۴ کال راهیسې تر اوسه له ۲۰۰ څخه ډېر افغانان افغانستان ته استولي دي. د بښنې نړیوال سازمان ویلي، لږ تر لږه یو تن له ایستل کېدو وروسته وژل شوی دی.



