جمعه, جولای 24, 2026
جمعه, جولای 24, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

اخبار بیشتر

- Advertisment -spot_img

ټرمپ: مجتبی خامنه‌يي ښايي تر ۹۰ سلنې پورې له منځه تللی وي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، مجتبی خامنه‌يي، د ایران د پخواني مشر علي خامنه‌يي زوی، ښايي «په ۹۰ سلنه احتمال سره نور په سیاسي ډګر کې حضور ونه لري.» ټرمپ د دوشنبې په ورځ له فاکس نیوز سره په مرکه کې ادعا وکړه چې د ایران پوځي وړتیاوې په پراخه کچه کمزورې شوې دي. هغه وویل: «ایران نور سمندري ځواک نه لري، هوايي ځواک نه لري، هر څه له منځه تللي دي. د دوی هوايي دفاعي سیستمونه ویجاړ شوي او ټول مشران یې وژل شوي دي.» مجتبی خامنه‌يي شاوخوا څلور نیمې میاشتې مخکې د امریکا او اسرائیلو له هوايي بریدونو وروسته، چې پکې د هغه پلار علي خامنه‌يي وژل شوی و، تر اوسه په عامه محضر کې نه دی راڅرګند شوی. هغه د خپل پلار د جنازې او د یادغونډو په مراسمو کې هم ګډون نه و کړی. ایراني چارواکو ویلي چې د هغه نه څرګندېدل د دوامدارو امنیتي ګواښونو له امله دي. تر اوسه ایراني چارواکو د ډونالډ ټرمپ د دغو ادعاوو په اړه رسمي تایید یا رد نه دی کړی.

- Advertisment -spot_img