چهارشنبه, می 20, 2026
چهارشنبه, می 20, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

اخبار بیشتر

- Advertisment -spot_img

هلمند کې چاودنې د دوو ماشومانو ژوند واخیست

محلي چارواکو په هلمند ولایت کې ویلي چې د خانشین ولسوالۍ په یوه چاودنه کې دوه ماشومان وژل شوي او مور یې ټپي شوې ده. د هلمند د امنیې قوماندانۍ د ویاند په وینا، دغه پېښه د چهارشنبې په سهار د خانشین ولسوالۍ د «قلا سبز» په کلي کې رامنځته شوې ده. د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، ماشومان د چای د برابرولو پر مهال یو نامعلوم شی اور ته اچولی و چې وروسته یې چاودنه کړې ده. په دې وروستیو کلونو کې د نه‌چاودېدلو مهماتو او پاتې شویو چاودېدونکو توکو له امله د هېواد په بېلابېلو ولایتونو، په ځانګړي ډول هلمند، ننګرهار او کونړ کې، ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده چې ډېری قربانیان یې ماشومان دي

- Advertisment -spot_img