د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د ایران د راتلونکي ستر مشر د ټاکلو په بهیر کې باید هغه هم شامل وي او داسې مشر به ونه مني چې د پخواني ستر مشر علي خامنهيي تګلارې ته دوام ورکړي. ټرمپ له امریکايي رسنیو سره په یوه مرکه کې ویلي، چې د ایران د راتلونکي ستر مشر په توګه د خامنهیي د زوی مجتبي حامنهيي د ټاکلو هڅه «د وخت ضایع کول» دي، او هغه به دا ډول ټاکنه ونه مني. ولسمشر ټرمپ د ایران اوسنی وضعیت د وینزویلا له حالت سره پرتله کړی او ویلي یې دي؛ لکه څنګه چې هلته دیلسي رودريګویز Delcy Rodríguez په مشرۍ حکومت وساتل شو، همداسې په ایران کې هم داسې مشرتابه غواړي چې له امریکا سره همکاري وکړي. د یادونې ده، چې په ایران کې ستر مشر د ۸۸ کسیزې شورا له خوا غوره کېږي. خو د سیمې روان کړکېچ او بریدونو د نوي مشر د ټاکلو بهیر له ناڅرګند حالت سره مخامخ کړی دی.



